| د فاتحې اخيستلو د سالونونو د نشتوالي ستونزې |
|
|
|
| Written by Kabul Weekly WebMaster |
| Wednesday, 28 July 2010 15:14 |
|
نصيبه عالميار په کابل کې د شته سالونونو لږوالى او په هغو کې د څو فاتحو اخيستل او د ګڼ شمير ښاريانو ګډون کول، د وير مراسمو په لاره اچولو لپاره يې ګڼې ستونزې رامنځ ته کړي دي. د کابل ښاروالۍ چارواکي وايي چې دغه ستونزې يې په پام کې نيولي دي او ويل کيږي چې ښاريان به په کابل کې د عصري او مجهز سيستم سره د نويو سالونونو جوړيدو شاهد وي. د کابل ښار اوسيدونکي په دغه ښار کې د فاتحې اخيستلو د سالونونو له لږوالي څخه سر ټکوي او وايي چې په شته سالونونو کې په تيره بيا د نوي ښار او خيرخانې په سالونونو کې چې هره ورځ په کې له ٨ څخه تر ١٠ فاتحو پورې هلته لوستل کيږي، ګڼې ستونزې شتون لري چې د زياتو بې نظميو او ګډوډيو لامل ګرځيدلې دي. د کارته سه د سيمې اوسيدونکې آمنه که څه هم په سالونونو کې د فاتحې اخيستل ښه کار ګڼي او وايي چې سالونونو د منظم آدرس په درلودلو سره ټولو ښاريانو لپاره اسانتيا رامنځ ته کړې ده او د بې ځايه لګښتونو او د وخت ضايع کيدو څخه مخنيوى کوي، خو په وينا يې يولړ ستونزې هم په څنګ کې لري. دا وايي:" باور وکړئ کله چې هر ځلې زه د فاتحې لپاره سالونو ته تللې يم، څو څو ځله داسې شوي دي چې د خلکو ګڼې ګوڼې له کبله نه يم توانيدلې ترڅو وير لرونکې ته ورشم او هغې ته تسليت ورکړم، خو څو شيبې کښيناستم او بيا له سالون څخه ووتم. د کابل ښار يوه بله اوسيدونکې ليدا په دې هکله وايي چې نن سبا زياتره خلک کورونه نه لري يا ځانګړى آدرس نه لري او يا کورونه يې کوچني دي چې د ګڼې ګوڼې لامل ګرځي. دا زياتوي:" يا هم داسې نورې ستونزې لکه دا چې د وير لرونکي د کور موندلو پورې ښايي د فاتحې اخيستلو مراسم پاى ته ورسيږي. سره له دې چې نوموړې سالونونه يوه اسانتيا، دود او د کورنيو لپاره يوه وسيله ګڼي او وايي:" دا چې په سالون کې هره ورځ له ٣ څخه تر ٨ د فاتحې مراسم نيول کيږي چې په سالون کې د خلکو د ګڼې ګوڼې او شور ماشور لامل ګرځي." همدارنګه د مرکزي ليسې د وړکتون مديره مريم هم په سالون کې د فاتحې اخيستلو سره همغږې ده او وايي چې سالون د وفات شوي کورنۍ او ټولو ښاريانو ته يوه اسانتيا رامنځ ته کړې، خو سره له دې هم يو لړ ستونزې هم لري. هغه زياتوي:" زياتره خلک له ځان سره کمرې، موبايلونه او ماشومان راوړي چې د قرآن شريف د لوستلو پر مهال په سالون کې بې نظمي او مزاحمت رامنځ ته کوي." د نوي ښار د فاتحې اخيستلو سالون يوه مسووله صفيرا صفوري وايي چې هره ورځ يې په سالون کې له ٣ څخه تر ٨ د فاتحې مراسم تر سره کيږي. هغه وايي، سره له دې چې ميرمنې يې د نوشابو او خرما له راوړلو څخه منع کړي دي، خو په وينا يې بيا هم زياتره زورداره ميرمنې له دوى سره بد چلند کوي. دا وايي:" دغه ميرمنې مونږ ته وايي که چيرې مو بل ځل داسې خبرې وکړې نو له دندو څخه به دې لرې کړو. نو په سالون کې يې بې نظمي جوړه کړې ده." هغه زياتوي چې ډيرى شمير ستونزې شتون لري په تيره بيا په سالونو کې د امنيت نشتوالى چې ښاريانو د ازار او ځورونې لامل ګرځي. نوموړې د خپلو خبرو په دوام کې وايي چې هره ورځ د سالون چارپيره ګڼ شمير چرسي، پودري، اسپنديان او داسې نور راټوليږي چې په وينا يې ډيرې ستونزې يې رامنځ ته کړي دي. ميرمن صفوري له دولت څخه د سالون د پنجرې بيارغولو او د امنيت ساتلو په موخه د دوه مسوولينو ګمارلو غوښتنه کوي. هغه دولت په بې غورئ تورنوي او وايي:" دا چې د نوي ښار د فاتحې اخيستلو سالون د کابل يو له مشهورو سالونونو څخه دى، دولت بايد جدي پاملرنه ورته وکړي او په ورځ کې دوه ځلې يا يو ځل د سالون ليدنه وکړي او له ستونزو يې ځان خبر کړي، خو دولت او د ښاروالۍ رياست بې تفاوته دي او هيڅ کله مسووليت نه اخلي او کارکوونکو ته پاملرنه نه کوي." نوموړې زياتوي:" په تيره بيا کله چې ځانمرګى بريد وشو او زمونږ د سالون ټولې ښيښې يې راماتې کړې، خو د سالون چارپيره پرته له مونږ دوه ميرمنو چې ډيرې ويريدلي وو، هيڅ څوک نه وو او هيچا زمونږ د حال پوښتنه ونه کړه." هغه دا هم وايي چې په يوازيتوب نه شي کولاى د چرسي او پودري کسانو مخه ونيسي نو په وينا يې دولت بايد د سالون امنيت ساتلو لپاره اړين ګامونه پورته کړي. صفوري د ياد شوي سالون د کلتوري خدمتونو رياست اړوند بولي، وايي:" مونږ څو ځله د پودري او چرسي کسانو د شتون د مخنيوي لپاره کابل ښاروالۍ او کلتوري خدماتو رياست ته استعلام روان کړى دى، خو هيځ کار تر سره شوى نه دى." هغه په سالون کې د کورنۍ په کچه د شپې تيرولو خونو غوښتونکې ده او وايي چې په يوه خونه کې د يوه نامحرم مجرد کس سره اوسيدل ډير ګران دى نو په وينا يې ښه دا ده چې د کورنۍ لپاره وي. دا وايي:" دا چې زه کونډه ښځه يم او نه شم کولاى چې له يوه نامحرم سړي سره واوسيږم." په همدې حال کې د ټولنيزو خدمتونو لوى مدير سراج الدين محمدي وايي، دا چې دا مهال په کابل کې د سالونونو شمير کم دى نو د ښاريانو د زياتوالي پر بنسټ يوازې اوه سالونه بسنه نه کوي. هغه وايي چې په پام کې لري ترڅو په کابل ښار کې د سالونونو شمير زيات کړي. دى وايي:" په دې هکله د کابل ښاروالۍ ته وړانديز شوى چې له هغو څخه د ١٢ مې ناحيې د ارزان قيمت د فاتحې اخيستلو سالون دى چې کار يې د پاى ته رسيدو په حال کې دى." نوموړي زياته کړه:" دغه سالونونه هر يو يې ٣٠، ٣٥، ٤٠ کاله پخوا جوړ شوي دي پرته د ده دانا له سالون څخه چې هغه د حامد کرزي په وخت کې رغول شوى دى. که څه هم پخوا سالونونه هومره رواج نه وو، خو اوس مونږ په پام کې لرو ترڅو د کابل ښار په تايمني، خيرخانې او خوشحال خان مينې کې په عصري او مجهز سيستم سره نوي سالونونه جوړ کړو." د نوموړي د معلوماتو له مخې د سالون نيولو لپاره نوبت نشته؛ ځکه چې په کابل ښار کې د نفوس زيات دى نو هر څوک کولاى شي د ٤٠٠ افغانيو په بدل کې تکت تر لاسه کړي او ځاى ورته ټاکل کيږي. ښاغلى محمدي دا هم وايي چې هيڅ کله د چا واسطې او پيژندګلوي ته پام نه کوي ترڅو مخکې له مخکې ورته ځاى وټاکل شي، بلکې په وينا يې هر چا چې تکت تر لاسه کړ نو ځاى ورته ټاکل کيږي. د علمي ټولنې لوى مشر مفتي سيد حجت الله نجيح په سالونونو کې د فاتحې اخيستلو مراسمو په لاره اچول ښه کار ګڼي او وايي:" هغو کسانو ته چې مصيبت پرې راغلى وي، تسليت ورکولو مراسم په اسلام کې يو له نيکو طريقو څخه ده او په اسلام کې يې موده درې ورځې ټاکل شوې، خو اسلام کې د هغه په لاره اچولو لپاره کوم ځانګړى ډول لکه په سالونونو، جوماتونو، هوټل، فاتحې خانه او يا هم په شاهي ماڼۍ کې ورته نه دى ټاکل شوى." هغه زياتوي چې اوس مهال د فاتحې لوستلو سالونونه چې رواج شوي دي، يوازې يوه اسانتيا ده؛ ځکه چې په وينا يې په کورونو کې خلکو ته ستونزې رامنځ ته کيږي. نوموړى دغه طريقه يا تګلاره چې نن سبا په افغانستان يا په ځينو نورو سيمو کې رواج شوې ده، پر ځاى ګڼي او وايي چې په دې ډول ټولو ته اسانتيا رامنځ ته کيږي. مفتي سيد حجت الله ټينګار کوي چې ښځې بايد سالونونو ته په اسلامي حجاب کې ولاړې شي. دى وايي:" که چيرې ښځو لپاره کومه بله ستونزه نه وي، حجاب يې مراعات کړى وي، بې ځايه شور ماشور ونه کړي، کوم باک نه لري." |
| Last Updated on Wednesday, 28 July 2010 15:16 |

راه اندازي بزرگ ترين هواپيمايي جهان :















